سیاست

مينه پال :دهېواد جمهور رييس په نيويارک کې د ډار اچونې پرخلاف مبارزه کې دهېوادونو په مسووليت مننې باندې تمرکز کوي .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دجمهور رييس دوياند مرستيال دوا خان مينه پال نن  په يوه خبري غونډه کې  نيويارک ته  دجمهور رييس  دسفر په باب  معلومات وړاندې کړل او ويې ويل  چې  دملګروملتو دسازمان  په عمومي اسامبله کې  دهېواد دجمهور رييس  دوينا محور له ډار اچونې سره مبارزه  او په دې باب  دهېوادونو مسووليت مننه ده .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دوا خان مينه پال  دغه راز  په دې خبري غونډه کې ترکمنستان ته  دهېواد دجمهور رييس  دسفر په باب  خبريالانو ته  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې جمهور رييس په ترکمنستان کې په سالون کې  د رزمي هنرونوداسيايي سياليو دپنځم پړاو دپرانستلو  په مراسمو کې ګډون وکړ .   ده زياته کړه چې جمهور رييس  دترکمنستان  اوتاجکستان  له جمهورو رييسانو سره هم  په جلا جلا توګه  ليده کاته کوي . 
مينه پال دغه راز  طرحه کړه  چې دملګروملتو دسازمان  په عمومي اسامبله کې دهېواد دجمهور رييس دوينا محور  له ډار اچونې سره مبارزه ده او محمد اشرف غني  له هېوادونوڅخه غواړي  چې له ډار اچونې سره  دمبارزې په کار کې دې  مسووليت منونکي  واوسي .   ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته