نړۍ

پنځلس زره تنه مهاجرين په خپله خوښه له آلمان څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي.

برلين – دويچه وله – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٩
د آلمان مقاماتو په خپله خوښه خپلو هيوادونو ته دمهاجرينو دستنيدو د زياتوالي خبر ورکړ .
د آلمان پوليس وايي : دغه مهاجرين په آلمان کې د ژوندانه په باب د دوى دهيلو دنه ترسره کيدو په دليل له دغه هيواد څخه وځي.
د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې شپږ زره تنه مهاجرين په خپله خوښه د آلمان دفرانکفورت له هوايي ډګر څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي ، دوى ويلي دي چې له آلمان څخه يې نورې هيلې لرلې : په دغو ستنو شويو کسانو کې افغانان هم شامل دي .
د آلمان دپوليسو رييس اندرياس يونګ دفرانکفورت تر نويه پريسه له ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه خبر تاييد کړى دى . د ده دڅرګندونو له مخې: زياتره ستانه شوي مهاجرين ناهيلې بريښي او وايي چې هغه هيلې يې چې دخپل ژوندانه  په باب يې په آلمان کې لرلې ، نه دي ترسره شوي.
دغه الماني مقام دغه راز زياته کړ ې ده: زياتره هغه پناه غوښتوونکي چې بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي د البانيا، افغانستان او ايران له هيوادونو څخه دي .
د آلمان دپوليسو د رييس د څرګندونو له مخې :
دانسان قاچاق وړونکو دغو پناه غوښتوونکو ته ويلي وو : آلمان هرپناه غوښتوونکي ته داستوګنې يو کور او زر يورو نغدې پيسې ورکوي ، خو دوي په ډير لنډ ممکن وخت کې په حقيقت پوه شول.
په ٢٠١٥ ميلادي کال کې څه ناڅه پنځلس زره تنه مهاجرين په خپله خوښه دفرانکفورت له نړيوال هوايي ډګر څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته