امنیت

ديوې کورنۍ دوه تنه غړي دناپيژندل شويو کسانو په ډزو کې ووژل شول .

کابل باختر دوري څوارلسمه :
ديو کورنۍ دوه تنه غړي  په کاپيسا ولايت کې دناپيژاندو وسله والو کسانو دډزو له امله ووژل شول .
  دغه پيښه  تيره شپه ناوخته دکاپيسا  ولايت په مرکز  محمود راقي  ښار کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې  ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په يوکور بريد وکړ او ډزې وکړې .
  دکاپيسا ولايت يو امنيتي  مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو ډزو  له امله  دوه ورونه   ووژل شول او ددوو ښځواو يو ماشوم  په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې  ديرغلګرو هويت  او ددغه  خونړۍ  بريد علت معلوم نه دى  دکاپيسا پوليس وايي چې ددغې  پيښې  دعاملينو دپيژندولو او نيولو لپاره  هلې ځلې  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته