ښوونه او روزنه

دلغمان د مرکزي عالي دارالمعلمين د احاطې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل باختر د ثور د مياشتې ١٢:
له څه باندې يوې لسيزې وروسته د لغمان د مرکزي عالي دارالمعلمين د احاطې د جوړولو چارې د لغمان دوالي، د دارالمعلمين درييس، د پوهنې د رييس، د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، د ولايتي شوراد استازو، د دارالمعلمين د استادانو او يو شمېر نورو چارواکو له لوري د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پيل شوې.
باختر آژانس ته په رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي .
په همدې موخه په ياد تعليمي مرکز کې غونډه جوړه شوې وه، د غونډې په پیل کې د عالي دارالمعلمین ريیس محمد اصف حسین خیل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له ولایت مقام څخه یې مننه وکړه چې تر ۱۲کلونو انتظار وروسته یې د دارالمعلمین د احاطې د جوړیدو لپاره چې یوه اساسي اړتیا وه بودجه پیدا کړه، ده زیاته کړه چې ۱۲ کاله یې په پرله پسې توګه د دغې احاطې د جوړیدو وړاندیزونه کړي دی خو په تیر کې ورته چا پام نه دی کړی.
استاد رحمت الله دراني د استادانو په استازیتوب او لینا ندا نیاز د دارالمعلمین د زده کوونکو په استازیتوب خبري وکړې دوی د احاطې د کار پر پیل خوښي څرګنده کړه او دغه ګام یې د شته ستونزو په هواري کې یو اساسي ګام وباله. دوی د نویو تدریسي ودانیو او د غونډو د تالار جوړولو، د محصلينو او استادانو لپاره د ترانسپورتي اسانتياوو، د محصلينو لپاره د سکالر شيپونو او يو شمېر نوروې غوښتنې هم وړاندې کړې.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي د علمي او ښوونیزو مرکزونو ملاتړ او پیاوړتیا د خپلې ادارې اساسي موخه وبلله او پر دې یې خوښي څرګنده کړه چې تر زیاتو هڅو  وروسته یې د دارالمعلمین د احاطې د جوړیدو لپاره بودجه پیدا کړه.
دلغمان والي د عالي دارالمعلمین فعالیت او شتون د لغمان ولایت د ځوان نسل او راتلونکو نسلونو لپاره مهم  او ګټور وباله او په دې اړه یې وویل چې د دغه ښوونیز او علمي مرکز د ستونزو په هواري کې به اساسي ګامونه اوچت کړي ، ده د دې یادونه هم وکړه چې د دغه ولایت د معارف ټولې اساسي غوښتنې یې د معارف وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي دی او په پرله پسې توګه یې تعقیب هم روان دی.
ده احاطه چې ۶۸۰ متره اوږد والی لري دڅلور میلیونه،پنځه سوه زره(۴۵۰۰۰۰۰)  افغانيو په ارزښت د  دریو میاشتو په موده کې د هند هېواد په مالي مرسته   جوړېږي  چې په دې سره به دغه  دارالمعلمین ځمکه  د غصب څخه به په امن  او د محصلينو لپاره به هم يو خوندي چارپيريال رامنځ ته شي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په دغه دارالمعلمین کې ۱۰۵۶ تنه زده کوونکي زده کړې کوي چې ٥٥٥تنه يې نجونې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته