سیاست

تبصره

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
  تروريستان  نشي کولاى په وژنې  قساوت او بربريت  سره دافغانستان خلک په ګونډو کړي او ددوى له هېواد څخه دخپلو فعاليتونو دمرکز او دنورو پرخلاف دګواښ دځاى په توګه کار واخلي .
دباختراژانس  مفسر ليکي:  کابل په وروستيو ورځو کې  د ډار اچوونکو شبکو دپاملرنې  په مرکز کې ځاى نيولى دى،  د کابل په نوي ښار کې  دتيرې شپې دتروريستي بريد دمراد خانيو په ساحه کې دپرون مازيګر ځانمرګي بريدونه اودکابل ښار ددارالامان په ساحه کې په امريکايي  افغان  پوهنتون بريد دهغو جنايتونو او وحشتونوبيلګې دي چې تروريستانو دخلکو پرخلاف ترسره کړل هغه څه چې په وروستيو ورځو کې په کابل کې رامنځته شول دهغو جنايتونو دوام دى چې له کلونوکلونو،مياشتو مياشتو او له لسيزو لسيزو راپديخوا زموږ دخلکو پرخلاف ترسره کيږي .
دتروريستانو  لومړى او وروستۍ موخه چې دسيمې په کچه داستخباراتي شبکو او پوځيانو او دمذهبي کړيو ملاتړ له ځان سره لري دافغانستان دخلکو په ګونډو کول او د تروريستي فعاليتونوپه مرکز او دنورو هېوادونو پرخلاف  دګواښ دځاى په توګه دهغوى دهېواد بدلول   دي . 
داويايمې هجري لمريزې لسيزې په وروستيو کلونوکې دخلکو په سياسي ژوندانه دطالبانو لنډ مهالې واکمنۍ وښودله چې تروريستان دافغانستان په وړاندې څه پروګرامونه اوموخې  لري خو تروريستانو او دهغوى ملاتړو ته دافغانستان دخلکو پيغام څرګند او روښانه دى . ( موږ نه تسليميږو )
  يعنې  تروريستان څومره وداړي ،  ويجاړ کړي  ، ووژني  ،  دافغانستان خلک دتير په شان ولاړ دي او دبرابرۍ ، پرمختيا  ، ترقۍ ، زغم  او پيوستون په باب  ديوې ټولنې دجوړولو په کار کې دهغوى اراده نه بدليږي .
د ډار چوونکو په وړاندې زموږ دخلکو هوډ او عزم د قدر او ستاينې وړ دي او دغه راز د ډار اچوونکو په ځپلو کې  دامنيتي  ځواکونو ميړانه او درايت دوياړ وړ دي .
سره له دې چې زموږ خلک او امنيتي ځواکونه د ډار اچوونکو په وړاندې لوړه روحيه او مورال لري خو دابه هم بې انصافي وي چې دخلکو لوړ مورال او اراده او دامنيتي ځواکونو  ميړانه  او وړتيا بيابيا تجربه  کړو. هيلې دادي چې دغه شان پيښې له  رامنځته کيدو مخکې کشف  او دشنډولو لپاره يې مخکې له مخکې لارې چارې ولټول  شي چې زموږ دخلکو رواني مصوونيت وساتل شي  دخلکو دسراو مال دساتنې تر څنګ ددې هېواد دميړنيو بچيانو  وينه  چې  ددغه شان پيښو په شنډولو ګومارل کيږي هم  خوندي  وي .
د خلکو دغه هيله هغه وخت په يوه  واقعيت بدله شي چې  زموږ مسوولين په زړه سوي  سره فکر وکړي  خلک له دې پلوه  شکايت لري هغه کسان چې بايد دغه شان پيښې کشف او شنډې کړي په خپله دهغو په محکوميت لاس پورې کوي  په داسې حال کې چې په اوسنيو شرايطو او حالت کې عمل ضرور دى  نه محکوميت .  دغه راز دغه شان پيښې په کشفي او استخباراتي دستګاوو کې تشې اونيمګړتياوې په ډاګه کوي او ښي چې کشفي او استخباراتي  بنسټونه مخکې له مخکې دپيښې په وقايه  او شنډولو کې کمزوري دي ددې تر څنګ په کابل او شاوخواکې يې امنيتي تدبيرونه خپلې ستونزې لري .
داچې تروريستان څه ډول پايتخت ته راننوځي  څه ډول  امکانات او وسايل دهغوى په وا ک کې ورکول کيږي   او څه ډول  هدف وړ  ځايونو ته رسول کيږي
دغو او  په لسګونو نورو پوښتنو زموږ  دخلکو په تيره بيا دکابل  ښاريانو  زيرک   ذهنونه  مصروف کړي دي خلک  ددغو پوښتنو  قناعت بخښوونکي  ځواب غواړي اوپه کشفي او امنيتي بنسټونو کې  دامنيتي پروګرامونوپه نوي کولو ټينګار کوي .
دغه راز دملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه  غواړي  چې  لومړى  درجه امنيتي مسوولين  استجواب کړي او دوروستيو پيښو دڅرنګوالي ځواب  له هغوى څخه ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته