سیاست

جمهور رئیس غني: موږ ثابته کړې چې پیاوړی مذهبي یووالی او سیاسي اجماع لرو

کابل باختر د وږي دمياشتې ١١نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام په توحید ملي مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې والیانو، د قول اردوګانو، پولیسو د زونونو او امنیې  قوماندانانو، د ملي امنیت، د ولایتي شورا، د علماوو شورا، د سولې شورا، د محکمو، د دولتي  پوهنتونونو، پوهنې، استیناف څارنوالۍ او د سولې ولایتي شورا له رئیسانو سره خبرې وکړې.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په پیل کې جمهور رئیس غني دوی ته د لوی اختر مبارکي ورکړه      او څرګنده یې کړه چې زموږ بهرنی سیاست او دغه راز په امنیتي، عدلي او قضایي برخو کې رامنځته شوي اصلاحاتو هېواد ته یو روښانه مسیر ورکړی دی.
هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وستایله او څرګنده یې کړه چې ټولې ملکي عدلي او قضايي ادارې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ دي.
جمهوررئیس ټينګار وکړ، د افغانستان دولت باید د بین المللي شهرت خاوند شي چې علماء، د پوهنتونونو استاذان او د معارف کارکوونکي په دې برخه کې کلیدي رول لري.
محمداشرف غني وویل چې سترو اهدافو ته رسېدل ستراتیژیکې حوصلې او تدبیر ته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې د فساد څخه مخنیوي زموږ  د ټولو ملي مسوولیت دی.
جمهور رئیس غني دېته په اشاري چې باید د شته فرصتونه څخه باید سمه ګټه پورته شي.
هغه  وویل، موږ په جګړه کې ګټونکي یوو، خو دښمن هڅه کوي چې د هدفي بریدونو په ترسره کولو سره په افغانستان کې قومي    او مذهبي نفاق ته لمن ووهي.
جمهور رئیس وویل ؛ افغانستان د مذهبي تفرقې ځای نه دی او موږ ثابته کړې چې پیاوړی مذهبي یووالی او سیاسي اجماع لرو.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د افغانستان ټول خلک د اسلام د مقدس دین او اساسي قانون د ارزښتونو په محور سره راټول او د نفاق او تفرقې مخه دې ونیسي.
په دې ویډیو کنفرانس کې جمهور رئیس په هېواد کې د سولې په ټینګښت ټینګار وکړ وېې ویل، د سولې راوستل قوي حوصلې او زغم ته اړتیا لري.
هغه د ټول هېواد ملکي او نظامي مسوولینو ته وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې او غصب شویو ځمکو مخنیوی مهمې موضوعګانې دي چې باید پاملرنه ورته وشي.
وروسته د هرات والي محمداصف رحیمي د والیانو په استازیتوب، د ۲۰۹شاهین قول اردو قومندان تورن جنرال امان الله مبین د ملي اردو د منسوبینو په استازیتوب، د ۵۰۵ زون قومندان مل پاسوال داوود تره خېل دملي پولیسو په استازیتوب،دجوزجان د علماوو رئیس محمدرسول مجاض د علماوو شورا په استازیتوب، د بامیانو پوهنتون رئیسې معصومې خاوري د پوهنتونونو د رئیسانو په استازیتوب، د ننګرهار دسولې شورا رئیس حاجي محمدنذیر د سولې عالي شورا په استازیتوب، دبغلان داستیناف محکمي رئیس محمدحسن صدیقي د استیناف محاکمو د رئیسانو په استازیتوب، د فراه ولایت د پوهنې رئیس محمدصادق فاروقي د پوهنې ریاست د رئیسانو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په هېواد کې د قانون د حاکمیت، سولې او ثبات د ټینګښت  په برخو کې به هیڅ ډول هڅو دریغ نه کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته