ورزش

دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم نوې زيلاند ته لوبه وبايلله.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم نن په دوستانه لوبه کې نوې زيلاند ته وبايلله.
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک باختر آژانس ته وويل دغه لوبه په بنګله ديش کې ترسره شو . لوبه لومړى د نوى زيلاند دنولس کلنو ځوانانو ټيم پيل کړه چې په نهه څلويښتو اورونو کې او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره دافغانستان دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ  ټيم ته د دوه سوه دولسو منډو هدف وټاکه چې دافغانستان ټيم په اته څلويښتو اورونو کې دټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يو سلو نهه نوي منډې جوړې کړې او لوبه يې وبايلله.
ديادونې ور ده چې دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم په لومړى دوستانه لوبه کې دايرلند ټيم ته ماتې ورکړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته