
کابل/ د سلواغی٣٠ مه/ باختر
مرکزي بانک ١٠ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د کب په لومړۍ نېټه د يکشنبې په ورځ ١٠ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
پر شرايطو برابرو صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
وهاج