
فيض اباد / د ثور ١٦مه / باختر
لس وسله وال طالبان پرون په بدخشان کې ووژل شول .
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د کران اومنجان ولسوالۍ په ځينو برخو د برېدونو په وخت کې ووژل شول .
هغه زياته کړه په دغو پېښو کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم وسله والو طالبانو غوښتل د دغې ولسوالۍ په ځينو برخو برېدونه وکړي چې دهوايي ځواکونو په ملاتړ د دوى د برېدونو مخه ونيول شوه.
پاى ذ