ورزش

د جامي او درخشان ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه

کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
د هرات د باسکتبال  د ليګ سياليو پرون په دوو لوبو سره دوام وکړ .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د جامي ټيم د پامير ټيم ته او په بله لوبه کې د درخشان ټيم د سمندر ټيم ته مارتې ورکړه .
دغه سيالۍ څلور ورځې مخکې د شپږو ټيمونوترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته