امنیت

دطالبانو دډلې يو قوماندان په نورستان کې ووژل شو

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٧ نيټه :

 په نورستان کې دبهرنيوځواکونوپه هوايې بريدکې دطالبانود ډلې يو قوماندان له دريو تنو نورو وسله والو کسانو سره  ووژل شو اودرې تنه نور وسله وال کسان ټپيان شول .

دنورستان والي تميم نورستاني باختراژانس ته وويل : دطالبانو دډلې قوماندان  احمدولي  له شپږو تنو افرادوسره يي کله چې دکونړ دپيچ درې  له سوريک سيمې  څخه دنورستان ولايت دوانت وايګل د آشوش کلي ته روان و هوايې بريد پري وشو .

دده دڅرگندونوله مخې په دې بريد کې دطالبانو دډلې ديوقوماندان په گډون څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نوريې  ټپيان شول.

 يوه اړونده خبرځاى زياته  کړه دغه قوماندان غوښتل چې دنورستان ولايت لپاره دطالبانو دتش په نامه والي  دمرستيال فاتحي ته لاړشي په هوايې بريد کې  وژل شوى و.

په ختيځ کې دايساف دمطبوعاتي دفترتائيدکړي ده او ويلي يې دي  چې  دغه قوماندان  له افرادو سره يې په هوايي بريد کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته