امنیت

په فراه کې دچاڼيزو عملياتو له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دزمري نهمه :
په فراه ولايت کې دپوليسو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دفراه ولايت امنيه قوماندان توريالي عبدياني  دباختراژانس خبريال ته وويل:  دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ دکشک په ساحه کې دافغان پوځي  ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په هغو عملياتو کې چې له پنځو ورځو راپديخوا  دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوام لري ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٥ تنه نور ټپيان شول .
عبدياني  زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  دطالبانو شپږ سراچه ډوله موټرونه  او درې موټرسايکلونه هم دامنيتي ځواکونو له خوا ويجاړ شوي دي .
خبرځاى  زياته کړه: دغه راز په دغوعملياتو کې لس ډول ډول ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته