اقتصاد

په قندهارولايت کې د دوو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

قندهار باختر د لیندۍ د میاشتې ۵ مه
په قندهار ولایت کې د نږدې اتلسو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت د دوو روغتيايي پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او د لسو ميليونو افغانیو په لګښت یوه بله پروژه بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دغو پروژو کې د درملو فابريکه،د خوراکي توکو او درملو د کیفیت معلومولو لابراتوار او په ميرويس روغتون کې د پښتورګو څانګه شامل دى.
د پښتورګو څانګه چې د پټې په پريکول سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه د چارواکو په وينا نور به د پښتورګو په رنځ اخته ناروغان اړ نه شي چې ګاونډيو هېوادونو ته سفر وکړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په همدې موخه د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز دغه ولایت ته سفر کړى وو چې په ترڅ کې يې د قندهار له والي تورن جنرال زلمي وېسا سره هم وکتل او د دوی ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل .
د عامي روغتيا وزير د قندهار والي ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو په له منځه وړلو کي به جدي هڅې وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته