ټولنه

په لغمان کې پر (۹۰) راستنو شويو کډوالو کورنیو څه دباندې یو میلیون افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
د لغمان ولایت مقام او د لغمان د ولايت دمهاجرينودراستنو شويود چارو ریاست په هلو ځلو د ( DRC ) موسسې په مالي همکارۍ په لغمان ولایت کې ۹۰ کورنيو بې ځایه شویو کورنیو ته د لغمان ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار په لاسونو د یو میلیونو اتیا زره افغانیو برابره شوې نغدي مرسته په داسې حال کې وویشل شوه چې د لغمان د کډوالو چارو د ادارې رئیس او د یادې موسسې استازو هم شتون درلود.
په برابره شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ( ۱۲۰۰۰ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې، څو د کور د اړتیا وړ لومړنیو ضرورتونو ته پرې رسیده ګي وکړي.
د مرستې د ویش پر مهال د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار د ( DRC ) موسسې له هر اړخیزې همکارۍ د مننې تر څنګ مرسته کېدونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې دلته عدالت، قضاوت او د ولسونو خدمت د ولایتي ادارې اساسي کرښې دي او په هره برخه کې یې د لغمان د ولسونو د هوساینې لپاره هلې ځلې پیل کړي دي. د نوموړي په وینا چې نړیواله مرستندویه ادارې یې هم دې ته چمتو کړي چې په دې ولایت کې د خپلو مرستو لړۍ همداسې جاري وساتي او په نورو اړونده برخو کې هم خپل کارونه په دې ولایت کې پراخ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته