کابل باختر دمرغومي لسمه :
يوه پنځلس کلنه نجلۍ تېره شپه په تخار ولايت کې ووژل شوه .
دغه نجلۍ دتالقانو ښار په نهر صمن سيمه کې دناپيژندل شيوکسانو له خوا د دې په کورکې په ډزو سره ووژل شوه.
دتخار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالخليل اصيل باخترآژانس ته وويل چې د دغې وژنې عاملين له ساحې تښتيدلي او پوليسو د هغوى د نيولو لپاره څيړنې پيل کړې دي .
ده زياته کړه چې تراوسه پورې د دغې وژنې انګيزه روښانه نه ده او د دغې نجلۍ مړى عدلي طب ته ليږدول شوى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ