اقتصاد

په ننګرهار کې د لمريزې برېښنا دتوليد طرحه

 کابل/ باختر/ د وري دمياشتې٨ مه
د ننګرهار ولايت په لرو پرتو سيمو کې خلکو ته د لمريزې انرژۍ د توليدولو طرحه د اجرا په حال کې ده  .   
سيمه ييز مسوولين د مرستندويو بنسټونو په مرسته هلې ځلې کوي چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه کليو کې د لمريزې برېښنا د توليد د دستګاوو په درولوسره ، روښانه کړي.
د ننګرهار ولايت يو سيمه ييز خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې ددغه ولايت په ځينموسيمو کې د لمريزې برېښنا د دستګاوو د درولو سروې بشپړه او عملي کارونه يې پيل شوي دي.
ده وويل: د لمريزې برېښنا د توليدولو د دستګاوو په درولو سره دننګرهار ولايت ځينې سيمې په لمريزې برېښنا روښانه کېږي .
پاى ج ذ  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته