
کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له روغتیایي مرکزونو سره د یونیسف موسسې له لوري د ۵۶ زره ۲۱۳ ډالرو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمیع الله عابد په شتون کې د یونیسف ادارې د ولایتي مسوول ډاکټر رحیم الله ستانکزي له لوري ورکړل شوې، چې د پلان له مخې به روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شي.
په دغه مرسته کې ۷۳ قلمه بېلابېل درمل شامل دي، چې ټول ارزښت یې ۵۶ زره ۲۱۳ ډالره کېږي.
لمر