امنیت

د هېواد په ختیځ کې څلور تنه داعشیان وژل شوي دي

جلال اباد/ باختر/ د کب د میاشتې ۲۵ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار او د خوږیاڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور تنه داعشیان وژل شوي او د انسان وژنې د پېښو د یو تن پلان کوونکي په ګډون پنځه تنه نور داعشیان نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې وړمه شپه د جلال اباد ښار په دامان سیمه کې د انسان تښتونې د پېښو دوه تنه پلان کوونکي وژل شوي او د یو تن بل پلان کوونکي په ګډون پنځه تنه نور نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه داعشیان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز بې پیلوټه الوتکې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر داعش وسله والو برید کړی چې پر مهال یې دوه تنه داعشیان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته