کابل باختر د وري ديارلسمه:
نهه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د پوځيانو په ناڅاپي بريد کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان تېره شپه دلښکرګاه ښار ته څېرمه د پوځيانو له کمين سره مخامخ شول .
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې د پوځيانو په دې بريدکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار په هلمند ولايت کې د لښکرګاه ښار په شاوخوا سيمو او د سنګين او د ګرشګ له ولسواليو څخه اته ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د رارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ ج -اکرم
1 1 دقیقه لوستل