امنیت

په نيمروزکې په ماشومانو د سرغړونې د اتو مواردو ثبت

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١١
د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې په نيمروز ولايت کې دماشومانو له خوا پنځه مورده سرغړونې او دماشومانو پرخلاف درې مورده تاوتريخوالى ثبت شوي دي.
دنيمروز ولايت دکار او ټولنيزو چارو رياست د ماشومانو د اصلاح د مرکز مدير او د ماشومانو د حقوقو د ملاتړو شبکې مسوول رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې دماشومانو له خوا د سرغړونې پنځه قضيې ثبتې شوې دي او د ماشومانو پرخلاف د تاوتريخوالى درې قضيې عملي شوې دي چې حقوقي او عدلي مرکزونو ته معرفي شوې دي.
ده زياته کړه: د ماشومانو د اصلاح په مرکزکې همدا اوس ٢٦ تنه ماشومانو ساتل کيږي چې ٢٢ تنه يې هلکان او ٤ يې نجونې دي .
خبرځاى زياته کړه: ٢٤ تنه ماشومان هم دوه ورځې مخکې له ايران څخه دنيمروز ولايت ته را استول شوي دي چې د مهاجرينو د راستولو د چارو رياست د مسوولينو له خوا اړوندو ولايتونه يې استول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته