(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

لغمان کې د لسګونه میلیونه افغانیو په لګښت ترمینل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 کابل، د کب ۲۲مه، باختر

په لغمان کې ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو ته د تګ او راتګ په موخه د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د کابل_جلال اباد د لویه هډه (تمځای) پرانیستل شو.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د دغه تمځای د پرانیستې پر مهال وویل چې پر دغه تمځای ۳۸ میلیونه ۳۷۵ زره ۹۵۵ افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.

نوموړي په دغو مراسمو کې همدارنګه مهترلام ښاروال ته سپارښتنې وکړې، چې د ښار د ښکلا او سمون لپاره چارې لا ګړندۍ کړي، څو خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

په ورته وخت کې د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت وویل چې یاد تمځای په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې په یونیم جریب کې یې ساختماني چارې او پاتې نور یې د موټرو تمځایونو ته ځانګړي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د موټرو دغه تمځای په ټولو اړنیو وسایلو سمبال دی، چې د نارینه او ښځو لپاره جلا ځای ، جوماتونه، کانټین، د کوچنیانو د لوبو ځای، د ټکټونو د وېشلو غرفې، هوټل، د معلوماتو څانګه او نورې اړینې برخې پکې شاملې دې او په راتلوونکي کې به د تیلو پمپ، موټر مینځلو ځای، ورکشاپونه، تفریحي سیمې او نورې مهمې برخې هم پکې اضافه شي.

نیازی

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا