فرهنګ

په لغمان کې دمهترلام بابا دتاريخي زيارت دځينو برخو بيا رغاونه .

کابل باختر دوري درې ويشتمه :
دلغمان ولايت په مرکز پورې اړوند دمهترلام بابا دزيارت ځينې  برخې له ترميمولو او بيا رغاونې وروسته ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
دغه پروژه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له بودجې څخه ددولسو مليونوافغانيو په  لګښت تطبيق  شوې ده .
په دې پروژه کې دمهترلام بابا دزيارت دډنډ، لنګر خانې ،جومات ، حجرې  ، تشنابونواو دساتونکو دخونې ترميمولو اوبياجوړولو دکار په لارښود کې ځاى درلود .
دلغمان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس فيضان الله پټان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دمهترلام باب دزيارت دغه برخې  دهغه دمعمارۍ او تاريخي اصالت دساتنې په پام کې نيولو سره ترميمې او بيا جوړې شوې دي .
  ده وويل :په دې پروژه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له بودجې  څخه ددولسو مليونو افغانيو په لګښت  دډنډ، لنګر خانې ،  جومات ، حجرې  تشنابونو او دساتونکو دخونې په ګډون دمهترلام باب دزيارت  اووه تاريخي برخې ترميمې اوبيا جوړې شوې دي .
ښاغلي پټان وايي دوى هلې ځلې کوي چې په راتلوونکې کې دمهترلام بابا دزيارت ستره دروازه او دعبدالعزيز خان ارامګاه هم ترميم  اوبيا جوړ کړي .
ده ددغو تاريخي څلود ترميمولو اوساتنې په کار کې دلغمان دسيمه ئيزو مقاماتو همکارۍ او هلې ځلې وستايلې .
دلغمان والي  عبدالجبار نعيمي  دمهترلام بابا په زيارت پورې داړوندو تاريخي برخو دترميمولو اوبيا جوړولو له امله خلکو ته مبارکې وويله او داکار يې دهېواد دتاريخي څلو او بنسټونو دساتنې لپاره يو اوچت  ګام وباله .
دلغمان والي وايي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دمهترلام بابا زيارت ته دغځيدلي  سړک دترميمولو او بيا جوړولو کار پيل شي او سربيره پردې ټاکل شوې ده ددغه تاريخي زيارت لپاره تفريحي پارکونه او فکري مرکزهم جوړ شي .
ښاغلي نعيمي دغه راز خبر ورکړ چې په لغمان کې دسراج دتاريخي کلا دترميمولواوبيا جوړولو لپاره هڅې هماغه شان  دوام لري .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات ګټې اخستنې ته ددغو تاريخي  بنسټونو دوړاندې کولو په مراسمو کې وويل چې دغه وزارت به دغه راز په افغانستان کې دتاريخي څلو اوبنسټونو دترميمولو اوساتنې لپاره هلې ځلې وکړي .
ښاغلي سادات له خلکو څخه وغوښتل چې خپل  تاريخي  بنسټونه چې په حقيقت کې  زموږ دمتمدن والي  څرګندوى دي، وساتي .
دمهترلام بابا تاريخي زيارت دلغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار په څو کيلومترۍ واټن کې موقعيت لري .
دغه زيارت دتاريخ په اوږدو کې په تيره بيا دامير حبيب  الله خان دواګمنۍ په دوران کې په بشپړه توګه اودحامدکرزي دحکومت  په وخت کې يوه برخه يې ترميم شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته