خبرونهامنیت

لغمان کې د موټرو د تورو ښيښو د پاکولو او نظامي هارنډونو د لرې کولو لړۍ پيل شوه

– کابل، د لړم ۱۵مه، باختر

د لغمان ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د يوه ځانګړي کمېسيون له خوا چې امنيه قومنداني او امنيت ریاست يې غړي دي په ګډه همکارۍ له نظامي او ملکي موټرو څخه د تورو ښيښو د پاکولو او نظامي هارنډونو د لرې کولو لړۍ پیل کړې ده.

د دغه کمېسيون مشر د امنيه قومندانۍ د ترورريزم امر قاري عبدالباسط صديق الرحمن باختر اژانس ته وویل، چې د ولايتي ادارې له لوري تصميم نيول شوی ترڅو له ټولو نظامي او ملکي موټرو څخه تورې ښيښې پاکې او نظامي هارنډونه ترې لرې کړي.

نوموړی وايي تر هغې به د دغه کمېسيون کارونه جریان ولري ترڅو چې له ټولو موټرو تورې ښيښې پاکې شوې نه وي، او که څوک سرغړونه وکړي ورسره به قانوني چلند وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا