امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
امنيتي ځواکونو په تيرو څلروشتو ساعتو کې د چاڼيزو عملياتو په بهير کې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دننګرهار ،بلخ ، قندهار ، زابل او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ عمليات عمليات ترسره کړل چې له امله يې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې :  دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون اووه تنه دکابل ښار د اوومې ، اتمې او ديارلسمې حوزې په مربوطاتو کې د وژنې او غلا په  تور نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته