خبرونهاقتصاد

لغمان کې د ١٩٧ زره ډالرو په لګښت د کبانو د روزنې ٤٠ فارمونه جوړېږي

کابل، د مرغومې ٢٨مه، باختر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د USAID موسسې په مالي ملاتړ د ١٩٧ زره ډالرو په لګښت د کبانو د روزنې ٤٠ فارمونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې د USAID په مالي ملاتړ د ٩١٧ زره ډالرو په لګښت د کبانو د روزنې ٤٠ فارمونو د جوړېدو چارې نن عملاً پیل شوې، چې هر فارم ته ١٠٠٠ متره مربع ځمکه په پام کې نیول شوې ده.

محسن زياته کړه، چې دغه فارمونه پر مرکز سربېره قرغیو، الیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې جوړېږي، چې هر فارم به د ١٨٠٠ کبانو د تولید وړتیا ولري.

هغه همدارنګه وویل، چې به دغو فارمونو کې به ١٠٠٠ کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې پر لغمان سربېره به نورو ولایتونو ته د کبانو صادرات زیات او هېوادوال به د ګاونډیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص او په دې برخه کې به په ځان بسیا شي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا