نړۍ

د هليوم ګازو ديوې سترې زيرمې کشف

دارالسلام بي بي سي باختر دچنګاښ د مياشتې ٩ :
پوهان په تانزانيا کې دهليوم ګازو ديوې سترې حوزې  په کشفولو بريالي     شوي دي .
د دورهام او اکسفورد په پوهنتونونو کې ځمکې پيژندونکي  وايي  چې  ددغه ګاز  د زيرمو مخ په پاى ته رسيدو ته  په پاملرنې سره  نوى کشف  معادلې بدلوي.
د هليوم له ګازو څخه د روغتونونو د ام  آر آى  په اسکنرونو، او دغه راز  په الوتکو ، تلسکوپونو او د اټومي وړاندګو د څارنې  په دستګاه  کې استفاده کيږي.
دغه ارښتناک ګاز  مخکې  له دې په کمه اندازه  دتيلو او ګازو د کيندنو په بهيرکې  کشف شوي  و.
څيړونکي اوس  ديوه  نوې اکتشافي چلند په مرسته دافريقا په ختيځ کې   دتانزانيا په  ريفت ولي دښته کې  يوه زياته اندازه هليوم  پيداکړي دي.
هليوم داټوم دتجزيې  په بهيرکې يا  دځمکې په کره کې داټوم  دټوټې ټوټې کيدو په بهيرکې  جوړيږي . سره له دې هم  نړيوالې زيرمې يې کمې شوې دي او خبر دارى ورکول کيږي چې  ښايي  زيرمې يې په اوږد مهال کې دتضمين وړ نه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته