خبرونهاقتصادټولنه

لغمان کې د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او د دوه نورو کارونه پیل شول

کابل، د لړم ۱۸مه، باختر

د لغمان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې د IRC موسسې له لوري د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او د دوه نورو پروژو کارونه پیل شول.

د لغمان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د IRC موسسې له لوري په دې ولایت کې د ۲۸ ميلیونه افغانيو په مالي لګښت په مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالۍ کې د ۷۴ څاګانو، دوو لمریزو شبکو د پروژې د ترمیم چارې پای ته ورسېدې او الينګار او الیشنګ ولسواليو کې بیا د ۲۷ روغتيايي مرکزونو، ۲۶ څاګانو او دوه لمریزو شبکو د ترمیم او ۱۲ څاه ګانو د کیندلو چارې پیل شوې دي.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د یادو پروژو د پرانستې پرمهال خوښې څرګنده کړه او وې ویل چې په دې ولایت کې د انکشاف او بیا رغونې چارې په چټکۍ روانې دي او ولايتي اداره هڅه کوي، چې نورې لویې او کوچنۍ پروژې هم منظور کړي.

لمر\ نیازی

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا