خبرونهټولنه

لغمان کې د ۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۰ څاه ګانو د بیارغولو او ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل، د لړم ۱۸مه، باختر

د لغمان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې او ډاکار موسسې له لوري د ۴۰ څاه ګانو د بیا ترمیم او ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دې پروژه کې ۱۲۰۰ کورنيو ته روغتيايي بستې، ۱۲۰۰ کورنيو ته د حفظ الصحې برخه کې عامه پوهاوی، ۱۰۰ بېلابېلو نقطو کې د اوبو کیفیت معلومول، ۳۰۰ مختلفو نقطو کې د اوبو باکتریالوژيکي ازموینه او ۶۸۴ مختلفو نقطو کې کلورېشن برخې موجود دي، چې د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې له لوري د ۶ ميلیونو افغانیو په مالي لګښت يې کارونه روان دي.

لمر\ نیازی

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا