سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام .

کابل  باختر د ثور نهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام .
په ژورې خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې دپنجشير ولايت يو قومي مشر اومخور ملک محمد عمر خان دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
ارواښاد ملک محمد عمر خان وطندوست او خيرپال  شخص او دخلکو په خدمت کې و  ، دافغانستان دخلکو په جهاد او مقاومت کې يې ونده لرله ، مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې  ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ  مراتب دده کورنۍ  او دوستانو او دپنجشير ولايت خلکو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج)  له دربار څخه متوفى ته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته