
کابل، د غوایي ٣٠مه، باختر
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ له ۶ کرنيزو اتحاديو سره د کرنيزو ماشينريو مرسته وشوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رٸيس مولوي محمد ولي محسن وويل چې په دغو کرنيزو ماشينريو کې۴ ترکتورونه سره د تراړۍ، ۴ زرنجې، ۴ د اوړو ژرندې، ٧ د غمنو د رېبلو ماشينونه او د بڼوالۍ لپاره ۵ واړه ترکتورونه شامل دي.
ورپسې د لغمان والي قاري زين العابدين عابد له مرسته کوونکو موسسو څخه د مننې ترڅنګ وويل، ولايتي اداره په دې هڅه کې ده څو بزګران پياوړي او لغمان په کرنيزه برخه کې د نورو له محتاجۍ څخه وژغوري.
عابد زیاته کړه، چې له ډېرو موسسو سره یې خبرې کړي چې لا د دې ولايت د اوسېدونکو د اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره کار وکړي.
د يادونې وړده، چې وړاندې تر دې هم د لغمان په مختلفو ولسواليو کې پر بزګرانو ماشينرۍ، اصلاح شوي تخمونه او څارويو لپاره يې خوراکې وېشل شوې وې.
لمر