خبرونهټولنه

لغمان کې پر ۱۰۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې

 کابل، د سلواغې ۱۶، باختر

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د لغمان په مرکز مهترلام  کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په یاده مرسته کې ۱۰۰۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي، چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري.

د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدو کې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.

سرچینې زیاته کړې چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم یادې ټولنې په نورستان کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وېشلې وې.

صديقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا