خبرونهامنیت

لغمان کې پر ۴ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر

د لغمان امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې پر ۴ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي باختر آژانس ته وویل، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو په قرغيو ولسوالۍ کې د کوکنارو ضد کمپاین په ترڅ کې ۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې یاد کمپاین به د یاد ولایت د امنیې قومندان مولوي نجیب الله بدخشي په هدایت د ولایت ټولو هغو ولسوالیو ته وغځول شي، چې په کې کوکنار کرل شوي وي.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم په بادپښ ولسوالۍ کې په کرل شوې ځمکه کوکنار اړول شوي وو.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا