
کابل، د سلواغې ۱۸، باختر
په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په یاده مرسته کې ۵۰۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي، چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري.
د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدو کې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.
سرچینې زیاته کړې چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم یادې ټولنې د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وېشلې وې.
صديقي