خبرونهامنیت

لغمان کې پر ۸ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د لغمان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې د دغه ولايت په الینګار ولسوالۍ کې پر ۸ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.

د دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير قاري غلام الله ادريس د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د الينګار ولسوالۍ اړوند سنګره، کوټاخېل او ټينګور کلیو کې ۸ جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه کړې ده.

اخوا امنيه قومندان مولوي نجيب الله بدخشي په بزګرانو غږ وکړ، چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان درناوی وکړي او د کوکنارو له کښت څخه ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په قرغيو او بادپښ ولسواليو سربېره مرکز مهترلام ښار کې ډېرې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې وه.

ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا