خبرونهاقتصاد

د فراه په کروندګرو د نباتي ناروغيو ضد درمل وويشل شول

کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د فراه د کرنې اوبو لګولو او مالدارى رياست نن په څه د پاسه زرو کروندګرو د نباتي ناروغيو ضد درمل ووېشل.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغو کروندګرو مخکې له دې د دغو درملو د لارو چارو او د استفادې د څرنګوالې په باب زده کړې کړې وې .
د فراه د کرنې رياست يومسوول وويل چې د دغو درملو د ويشلو موخه، له هغو ناروغيوڅخه مخنيوى دى چې د بوټې ګل اوحاصل له منځه وړي .
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته