سیاست

جمهور رئیس غني د روزګان ولایت له مشرانو سره وکتل.

کابل باختر د تلې د مياشتې  ٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د روزګان ولایت له مشرانو سره په کتنه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د روزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم زي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهور رئیس څخه مننه وکړه او د اقتصادي پروژو، له پاکستان سره په سیاست کې د وضاحت او اصلاحاتو په برخه کې یې د حکومت لاسته راوړنې وستایلې.
د روزګان د ولایتي شورا رئیس د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقي د همکاریو او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه.
ښاغلي خادم زي د روزګان ولایت د امنیت د تامین په موخه په یاد ولایت کې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو وړاندیز وکړ او وې ویل، څلورمه لوا دې تجهیز شي او د یاد ولایت د ملي پولیسو تر مسلکي کېدو او وړتیاو لوړولو پورې دې د عامه نظم یوه لوا یاد ولایت ته ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ په موخه دې د والي تر قوماندې لاندې د امنیتي ارګانونو واحده قومانده ایجاد شي او همدارنګه یې د روزګان او کندهار ولایت له بې ځایه شویو سره د مرستې وړاندیز وکړ. هغه وویل، د کندهار او روزګان ولایتونو د نښلولو لپاره دې دره نور لاره چې هم لنډه او هم له امنیتي پلوه مصئونه ده جوړه شي.
ښاغلي خادم زي وویل، په روزګان ولایت کې دې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق شي. همدارنګه یې څرګنده کړه، چې  د یاد ولایت کدرونه دې د غوره سالارۍ د اصل له مخې په بېلابېلو ادارو کې استخدام شي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د روزګان ولایت له خلکو څخه له دې امله مننه وکړه، چې ټولو په ګډه او یوه غږ له دولت سره د امنیت د تامین او انکشاف په برخه کې د مرستې ټینګه ژمنه وکړه.
ورپسې سونیا نیلوفر د خبرو پرمهال د روزګان ولایت په تيره بيا د ښځينه ښوونځیو لپاره د مسلکي ښوونکو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې په یاد ولایت کې د ښځو د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
د یادو ویناوالو د ویناو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس وویل، د حکومتوالۍ اصل خدمت دی او له یادو مشرانو یې وغوښتل چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره دې د نظام د پیاوړتیاپه برخه کې مرسته وکړي.
جمهور رئیس غني د روزګان ولایت د ښځو د ستونزو د حل په موخه له هغوی څخه وغوښتل چې  دیاد ولایت  د ښځو ستونزې په لیکلي ډول د یوې طرحې په بڼه جمهوري ریاست ته وسپاري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د امنیت د تامین لومړیتوب ته په پام د امنیت شورا غونډې په ارزګان ولایت کې د پراخو عملیاتو پرېکړه کړې . هغه زیاته کړه، له بې ځایه شویو سره د مرستو په موخه به یوې کمېټې ته دنده وسپارل شي چې د دقیقو معلومات له راټولولو وروسته هغوی ته رسیدګي وکړي.
جمهور رئیس وویل، د مجازاتو او مکافاتو اصل ته په پام به هغه کسان تقدیر شي چې د روزګان د ساتنې او انکشاف په برخه کې یې خدمت کړی او چا چې په خپلو دندو کې بې غوري او تنبلې کړې وي له تشخیص وروسته به مجازات شي.
محمد اشرف غني وویل، د روزګان او کندهار د نښلولو لپاره مې د دره نور لارې د جوړولو لارښوونه کړې، ځکه د دغې لارې امنیت اسانه دی.
جمهور رئیس غني وویل، حکومت د انکشافي چارو لپاره کافي  امکانات لري او د انکشافي پروژو د تطبیق او لویو لارو د امنیت د تامین په برخه کې یې د ولسونو مرسته مهمه وبلله.
جمهور رئیس غني وویل، امنیت او ثبات دوه جلا شیان دي چې امنیت د دښمن پر وړاندې د قوې په استعمال راځي او ثبات د ولسونو او خلکو په اتحاد او مرسته راځي. هغه په ټینګار سره وویل، د شته ستونزو د حل لپاره د خلکو یووالی، همکاري، همغږي او تحرک حتمي دی
جمهور رئیس وویل، په نږدې راتلونکي کې به د اولم باغ بند چې د روزګان او هلمند دواړو لپاره مهم دی د جوړولو چارې پیل شي . هغه په ټینګار سره له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې په روزګان او کندهار ولایتونو کې زده کړو او د تړلو ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې همکاري وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته