امنیت

په هرات کې د وروستيو ترورونو عامل ونيول شو

کابل  باختردليندي دمياشتې  ٢٩ :
هغه سړى چې  په هرات  ولايت کې  دوروستيو ترورونو عامل بلل کيږي دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شو.
دغه سړى چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي په ښکاره دوکانداري کوي  اوله دې لارې يې په هرات کې دافغان امنيتي مامورينو په ګډون دسيمه ييزو مقاماتو په ترور لاس پوري کړي دي .
دهرات ولايت  امنيه قوماندان سيدعبدالغفار سيدزاده باختراژانس ته وويل  دپښتون زرغون ولسوالۍ دپوليسو ددوو تنو افسرانو  اودسيمه ييزو پوليسو دمسوول ارباب عبدالغني دترور پلان ددغه سړى له خوا برابر شوي و.
دغه پوځي افسران په هرات ولايت کې  په دريو جلاجلاپيښو کې ترورشول.
په همدې حال کې دپوليسوڅيړنې ښيې چې دغه سړى تروريستي زده کړي دپاکستان په کويټه کې کړي دي او وروسته له ځينو تبليغاتي پاڼو سره دپښتون زرغون ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال  ملاغني ته معرفي شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې دافغان پوځيانو ترور په دې وروستيو  وختو کې دخلکو ترمنځ انديښنې راپارولي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته