(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له اسلامي امارت سره په تعامل او اړیکو کې د شرطونو وړاندې کول د ستونزو د حل لاره نه ده

۲۵– تبصره، کابل، د غوایي ۲۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت له هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د تعامل غوښتنه کوي، په تعامل او اړیکو کې د شرطونو وړاندې کول د ستونزو د حل په مانا نه ګڼي.

د باختر آژانس مبصر لیکي: اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه له هېوادونو سره د مشروع ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو ټینګولو هڅه کوي او د دې مفکورې د تحقق لپاره په آرامه ډیپلوماسۍ کار کوي او بریالی دی.

اسلامي امارت له هېوادونو سره د اړیکو په ساتلو او نړیوالو تړونونو ته متوجه دی او دوه اړخیزې ژمنې پېژني، له بده مرغه د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو په خلاف، اسلامي امارت د افغانستان پر حالاتو حاکم او پیاوړی ځواک دی، د اسلامي امارت د منزوي کولو لپاره هڅې شوي او کېږي او په دې برخه کې زیاتې پلمې شوې دي چې یوه له دغو پلمو څخه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو پر وړاندې د افغانستان امنیتي اندېښنې دي، په داسې حال کې چې د دې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ سند نه دی وړاندې شوی مغرضې کړۍ د حقایقو د بیانولو په پرتله په فرضیو باندې تکیه کوي.

اسلامي امارت له لرې او نږدې هېوادونو څخه غوښتي، که د افغانستان له پلوه کومه ستونزه لري، یا د ګواښ احساس وکړي، نو مستقیماً له اسلامي امارت سره خبرو ته کښېني.

اسلامي امارت د نړیوالو اصولو پر اساس اړیکې غواړي او په عمل کې یې ثابته کړې چې د سیمه ییزو همکاریو او همغږي د پراخولو فکر لري او له دې ور اخوا د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پل دی او د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په پراخولو کې یې ښه عمل کړی دی او دا چې په سیمه ییزه کچه د لویو اقتصادي پروژو په تطبیق کې ښه شریک دی، نو له اسلامي امارت سره په تعامل کې چې ستره اقتصادي مفکوره او همکاري لري، ولې باید شرط  کېښودل شي؟

ښه به وي چې د افغانستان په اړه نږدې او لرې هېوادونه یو روښانه دریځ ولري او په دغه هېواد کې له اوسنیو واقعیتونو سره همغږي او له اسلامي امارت سره د واقعیت پر اساس تعامل وکړي نه د شرطونو وړاندې کول.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا