امنیت

په فارياب کې د طالبانو يومهم غړى ووژل شو

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه : د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي کمېټې مسوول نن ووژل شو. د فارياب ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې؛ په احمد مشهور ملاقوت د خپلو دوولسو تنو افرادو سره د پښتون کوټ ولسوالۍ دکهنه قشلاق په سيمه کې د افغان پوځيانو په عملياتو کې ووژل شو. خبرځاى زياته کړه چې؛ دغه پوځي عمليات له پرون څخه را په دې خوا دګډو امنيتي اودفاعي ځواکونوله خوا پيل شوي دي او د وسله والوطالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې به دوام وکړي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته