فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينه : په پرله پسې توګه په رسنيو کې دجګړې د ادبياتو کارول عامه ذهنونه مغشوشوى.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دسولې او روغې جوړې په بهير کې درسنيو د رول دريځ ملي کنفرانس نن دافغانستان دمديوتيک دفتر له خوا په کابل کې جوړ شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په پيل کې دافغانستان دمديوتيک دفتر همغږي کوونکى حميد ځاځى ددغه کنفرانس موخې په ګوته کړې او ويې ويل :ددغه ملي کنفرانس دجوړولو هدف دروغې جوړې په هلوځلو او دشخړو په له منځه وړلو ، د روغې جوړې دبهير په زيانمنه او دسولې او روغې جوړې له بهير سره درسنيو په مثبت او اغيزمن چلند درسنيو د دريځ پيدا کول دي.
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سعيدې مژګان مصطفوي خبرې وکړې او ويې ويل : موږ دې ته اړتيا لرو چې معياري او ګټورې رسنۍ ولرو مژګان مصطفوي زياته کړه رسنۍ له سولې سره د دښمنۍ دمفکروې پرخلاف دمبارزې دفضا دبرابرولو لپاره ښه وسيله ده او دسولې له ادبياتو څخه داستفادې يوه لاره ده هغه ادبيات چې په مخاطب کې د درد او کړاو پرځاى روحي او رواني ارامي پيدا کوي او روحيه ورته ورکوي.
دخپرونو دچارو دمعينې دڅرګندونو له مخې : دسولې ادبيات ديوبل منلو او د تاوتريخوالي دکمښت ادبيات دي . دمنفي او اغيزمنوونکو پرځاى آرامى او مثبته مفکروه پيدا کوي او دغچ اخيستنې پرځاى دښه چلند او د احوالو دپوښتنې او د دښمنۍ پرځاى د دوستۍ خبرې کوي.
ميرمن مصطفوي زياته کړه ، له بده مرغه له کلونو کلونو راپه دې خوا ددغه هيواد مروج ادبيات د تاوتريخوالى ، غچ اخيستنې، جګړې او دوينې تويونې پر بنسټ تيکه لري دې زياته کړه : رسنۍ ددغو ادبياتو په بدلون کې ستر رول لري هغه څه چې کمه پاملرنه ورته شوې ده دتاوتريخوالى پرځاى له تسامح څخه کار اخيستل کيداى شي دستونزو غوټه خلاصه کړي.
مطبوعات کولاى شي په خپلو پرورګامونو کې دسولې له ژبې څخه زيات کار واخلي . رسنۍ دجګړې دخبرو پرځاى دسولې د ادبياتو په رامنځته کولو سره دافغانستان نوى نسل ته ځلانده راتلونکې په سوغات راوړي.
د خپرونې دچارو معينې دغه راز وويل : رسنۍ او دسولې رپوټ ورکول په شخړو او جګړو کې دلتاړو هيوادونو په تيره بيا دافغانستان ورځپاڼه ليکونکو ته يو اساسي مورد دى .
مژګان مصطفوي خپلې خبرې په دې جملې سره پاى ته ورسولې ،سوله دافغانستان د ټولنې ستر اړتيا ده او دهميشنۍ سولې تحقق په سولې پورې په اړوندو ملي چارو کې د رسنيو او خبريالانو په ګډون د ټولو هيواد والو په مشارکت کې نغښتى دى .
ددغه کنفرانس بل وينا وال دسولې دعالي شورا مرستيال مولوي محمد خيبر وويل : که چيرې موږ په خپل هيواد کې سوله او امنيت ونلرو نو په هيڅ يوه برخه موږ ترقى او پرمختګ نه شو کولاى دسولې دعالي شورا مرستيال وويل: د ټولنيز عدالت تحقق دانساني حقوقو او کرامت ساتنه او د لوړو ديني ارزښتونو او ديموکراسۍ پر بنسټ دنظام جوړول په هيواد کې دهميشنۍ سولې ، امنيت او ټيګاو اړتيا ده .
دغه راز په دې کنفرانس کې دجمهوري رياست دعامه او ستراتيژيکي اړيکو ستر سلاکار نادر نادري ،په کابل کې د آلمان دفدرالي جمهوريت سفير والتر هاسمن،دکليد ګروپ عمومي مسوولې نجيبې ايوبي، عزيز الله آرال ،دبشري حقوقو دچارو کاپوه فهم حکيم دبهرنيو چارو وزارت دستراتيژيکي مطالعاتو دمرکز رييس فرامز تمنا او يو شمير نورو برخه والو دسولې او روغې جوړې په بهر کې د رسنيو درول او دريځ په باب ويناوې وکړې او په هيواد کې دسولې بهيريې وڅيړه.
دکنفرانس کار به سبا هم په کابل کې دوام ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته