امنیت

په کندز کې دسره قطعې مشر له دوو تنو غړو سره يې ووژل شو

-کابل باختر د سلواغې  اوومه :
په کندز ښار کې پرون د ډار اچوونکو د ډلې  ديوه سرګروپ  په ګډون درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې د ډار اچوونکو دسره قطعې  يوه سرګروپ  ممتاز له دوو تنو افرادو سره يې دکندز ښاردشرکت باغ دچهل چنار په سيمه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو .
ده زياته کړه چې په دې نښته کې درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته