سیاست

اجرائيه رئيس د صدیق افغان داحوالو پوښتنه وکړه

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢٠:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پروفیسور محمد صدیق افغان داحوالو پوښتنه وکړه.
د افغانستان د علومو اکاډمی غړی ښاغلي افغان له تېرو څو ورځو راهیسې د ناروغۍ په بسترکې پروت دی.
اجرائيه رئيس په روغتون کې له ښاغلي افغان نه د لیدنې پر مهال هغه ته د ښې روغتیا هیله وکړه او ډاکټران یې موظف کړل، چې د افغان د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره لازم اجراات وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته