ښوونه او روزنه

دمشرانو جرګي رييس دمولاناجلال الدين محمدبلخي دروغتيايي علومو دانستيتوت دفارغانو دسندونو دويشلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٧ :
دمشرانو  جرګي رييس  دمولاناجلال الدين محمد بلخي  دروغتيايي علومو دانستيتوت دلومړۍ دوري دفارغانو دفراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه مراسم چې د کابل ښار  په افغان خيبر هوټل کې   پرځاى شوي و دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار دهيواد  دځوانانو   دپوهې دترلاسه کولو او ظرفيتونو دلوړولو داړتيا په باب خبري وکړي او ويې ويل  چې داسلام دمبين دين دلارښوونوله مخې دعلم اوپوهې زده کړه په هره مسلمانې ښځې او نارينه فرض دي  بايد مو ږ  افغانان   دديني  ، تخصصي  ، سياينسي او ټولنيزو پوهو دترلاسه کولو په لاره کې  خپل ديني  او هيوادوني  مکلفيتونه ادا کړو ځکه  زموږ هيواد  په اوسنيو حساسو شرايطو کې  دعلومو په ټولو برخو کې  متخصصو کادرونو ته  اړتيالري .
مسلميار زياته کړه چې بايد دولت  او خصوصي سکتور  دهيواد ځوانانو ته  زياتي تحصيلي زميني برابري کړي  چې زموږ خلک دپرديو له  احتياج  څخه خلاص شي .
دغه راز دمشرانو جرګي رييس  ددغه انستيتوت دلومړۍ دورې فارغانو ته  دمبارکې دويلو په ترڅ  کې  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو داړتيا په باب رڼا واچوله او هغوى يې  خپلو راتلوونکو دندو ته  ځيرکړل .
دغه راز فضل الهادي مسلميار  دممتازو فارغانو  دفراغت سندونه  په هغوى باندې وويشل اودلوى خداى ج له دربار څخه يې ددوي برياليتوبونو هيله وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته