
کابل، د زمري ۲۹مه، باختر
د بلخ ولایتي چارواکي د لومړي ځل لپاره د حيرتان بندر له لارې روسیې ته د انګورو د صادرېدو خبر ورکړی دی.
د ياد ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول اسدالله اسدي رسنیو ته وویل، چې دغه ۲۰۰۰ کارټنه انګور پرون روسیې ته صادر شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه تازه انګور په يخچالي موټرو کې د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او له هغه ځايه روسیې ته وړل کېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې د وروستيو مياشتو پر مهال له افغانستان څخه ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته د افغاني محصولاتو صادرات ډېر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغان بزګرانو د افغانستان مېوو او کرنیزو پیداوارو ته د مناسب بازار د پېداکولو غوښتنه کړې وه.