ټولنه

د کډوالو او راستنېدونکو په اړه غونډه وشوه

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو په اړه غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ناسته کې چې نن سهار په ارګ کې وشوه، د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور او د کډوالو په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار خیبر فراهي راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش د څرنګوالي او د کډوالو د ښارګوټو جوړولو  د معیارونو او موډلونو په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته، د کډوالو او راستنېدونکو اړوند بنسټونو پر موثریت او شفافیت ټینګار وکړ وې ویل، پخوا د ښارګوټو د ځمکو د وېش په برخه کې ستونزې وې او موږ باید راستنېدونکو ته د ځمکو د وېش لپاره روښانه طرحه ولرو.
جمهوررئیس د ځمکې بانک او د راستنېدونکو بانک پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ وویل¸ د دغو معلوماتي بانکونو په جوړېدو سره کولای شو د مشخصو معیارونو اودرجه بندۍ پر بنسټ مستحق اشخاص تشخیص او ځمکې ور ووېشو.
د هېواد جمهوررئیس مستحقینو ته د ځمکې په وېش کې د شفافیت په اړه خبرې وکړې وې ویل، په اړوندو بنسټونو کې باید د فساد مخنیوی وشي.
ټاکل شوې د کډوالو عالي شورا په راتلونکې غونډه کې په دې اړه تفصیلي خبرې وشي.پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته