
کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
د کورنیو تولیداتو بېلابېل ډوله بیسکوېټو لومړۍ جوپه چې د الله شکور فابریکې تولید کړي د بلخ د حیرتان بندر له لارې قزاقستان هېواد ته صادر شول.
د الله شکور قناعت بخش توليدي شرکت مشر الله شکور قناعت بخش له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په مزارشريف کې د بېسکوټو د توليد له فابريکې څخه ۴ ټنه بیسکوټ دوست هېواد قزاقستان ته صادر شول او هڅه کوي، چې نږدې راتلونکي کې نورو هېوادونو ته هم د دې محصولاتو د لېږلو پروسه پیل کړي.
د قناعت بخش په وينا، دغه صادرات په بهرنيو هېوادونو کې د کورنيو توليداتو د ودې او بازار موندنې په برخه کې ګټور تمامېداى شي.
په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ خونې رئیس احمد شکیب اکبري د الله شکور تولیدي شرکت دغه اقدام د کورنیو توکو د صادراتو په برخه کې یو مثبت او ارزښتناک ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د کورنیو تولیداتو دغه صادرات به له کورنیو تولیداتو سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي.
یاده دې وي، چې د الله شکور شرکت د بېسکوټو د توليد فابريکه د مزارشريف ښار په صنعتي پارک کې موقعيت لري، چې اوسمهال یې په دوو برخو کې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
لمر