ټولنه

د ډاکتر نجيب الله د شهادت د دوه ويشتم تلين درناوى وشو

کابل باختردتلې دمياشتې ٧نيټه :
د ډاکتر نجيب الله د شهادت دوه ويشتم تلين نن د پلويانو له خوا يې درناوى وشو .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
ډاکتر نجيب الله  څه ناڅه ٢٢ کاله مخکې کله چې طالبان کابل ته ننوتل د هغوى له خوا شهيد کړاى شو .
ده د طالبانو له راتګ مخګې ده د ملګروملتو سازمان په دفتر کې پناه اخيستې وه .
په دې غونډه کې د شهيد ډاکترنجيب الله د بنسټ رئيس شيرالله جبارخيل وويل: هغه سړى چې ميړانه يې له منطق،غوښتني يې له امکاناتو، سياست يې د ټولنې له غوښتنو  او حرکت يې له وخت سره له يو بل سره په تړلې مجموعه کې په دوو فارمولونو او يو واحد بهيرکې ( بين الاافغاني تفاهم ) او د (ملي مصالحې سياست) يې د وطن ګوند او دولت تفکر او عمل وټاکه .
د ده د څرګندونوله مخې: طالبانو د١٣٧٥ کال د تلي د مياشتې په ٥ نيټه ډاکتر نجيب الله او د هغه ورور احمدزي په کابل کې د ملګروملتو سازمان له دفنر څخه وايستل او د آريانا په څلور لارې کې يې په دار وځړول.
جبارخيل زياته کړه: پاکستاني عوامل د ډاکنرنجيب الله په شهادت کې فعال رول درلود.
په دې غونډه کې د حق او عدالت ګوند رئيس ډاکتر معين څمکني او د ملي پيوند  ګوند غړي او د کابل د خلکو د دارالانشا رئيس عبدالقادر دانش د ډاکتر نجيب الله د شخصيت، سياست او کارونو په باب خبرې وکړې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته