سیاستخبرونهTOP

له افغان شخصیتونو سره د تماس او راستنوونکو کمېسیون غونډه ترسره شوه

کابل، د وږي ۳۰ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د تماس او راستنوونکو کمېسیون پرون د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د  سیاسي شخصیتونو د راستنېدنې بهیر ګړندی او ښه و ارزول شو او د لا ښه والي لپاره یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدا راز د ګڼو نورو موضوعاتو سربېره هېواد ته د دې کمېسیون له لارې د راستنو شویو سیاسي شخصیتونو پر غوښتنو او وړاندیزونو هم  بحث وشو.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا