
کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر ډاکټر نجیب الله شریفي نن له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې له دوبۍ څخه خپل هېواد ته راستون شو.
یاد کمېسیون توانېدلی دی، چې تر دې دمه سلګونه پخواني چارواکي او سیاسیون بېرته خپل هېواد ته را ستانه کړي.
د یادونې وړ ده، چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون تېره اوونۍ د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په خپله اوونیزه ناسته کې هېواد ته د دغه کمېسیون له لوري هېواد ته د راستنو شویو کسانو د ستونزو او وړاندیزونو په تړاوو بحث او خبرې وکړې.
افغانمل