امنیت

د انسان تښتوونکو د بانډ يو مشر له خپلو پنځو تنو همکارانو سره ونيول شو

 کابل  باختر دکب دمياشتې١٣:
د ملي امنيت لوى رياست باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي  چې د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د انسان تښتوونکو د يو بانډ مشر په جنرال پيکار مشهور محمدافضل له پنځو تنو همکارانو سره يې چې يوه يې ميرمنه ده؛ له ٢٣ ډول ډول  وسلو، له دوو  تندرا او بنز موټرونو، جعلي پاڼو، پوځي جامو او څو ټوکه سپينو پاسپورټونو سره لاس په لاس نيولي دي.
دوى پلان درلود، د هغو اړيکو له مخې چې د پروان ولايت لپاره يې د طالبانو د نومول شوي والي مولوي نسيم مشرق سره درلودل، د پروان په مرکزي ساحو کې په تروريستي او ورانکارو عملونو او انسان تښتونې لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته